ایکنانیوز د رهبرس د ستر مقام د ویبپاڼې له قوله راپور راکړ، شهید مرتضی مطهري دشهادت له کلیزې او د استاد له ورځې سره په یووخت ، د درست هیواد په زرګونو استاذانو او فرهنګیانو پرون سهار داسلامی انقلاب له معظم لارښود سره کتنه وکړه.
حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي پخپلې وینا کې د استاد د عظمت او احترام ځانګړنو ته په اشارې سره وفرمائيل، له معلم څخه مننه د معلم او استاد اهمیّت ته دعمومي افکارو د توجه کولو لپاره ده او استاد د ټولنې معمار دی او همدغه استاد دی چې یوه ټولنه جوړوي. د وی پخپلې وینا کې دغه راز جوته کړه ، د هیواد او اسلامی انظام د بنیادي مصالحو بیانول د ښونې اوروزنې د مرستیالۍ دندې دي. ځوانان باید دهیواد د بنیادي او اساسی مسئلو څخه ځان خبر کړي او باید په ملی شعارونو او اساسی دندو ځان خبر کړي او دغه راز چې مونږ کوم شعار پورته کوو، یعني مړه دې امریکا ،مړ دې وي اسرائيل په شان په شعارونو ځان پوهه کړي چې دا ولې په ملي شعار بدل شوي دي.د اسلامی انقلاب معظم لارښود دغه راز د استاد اهمیت او دندو او کارندوالي ته په اشارې سره وفرمايل، د استاذانو دټولنې بیلګې باید د اتل په توګه معرفي شی.د مونږ دښمنانو د یوه مهم او کارنده رکن په توګه تر ټولو زیات پام د ټولنې جوړونکي یعنی معلم او استاد ته وي ،ځکه همدغه استاد دی چې یوه ټولنه جوړوي ، ځوانان روزي او د اسلام او د اسلامی انقلاب په سمې لارې ئې سموَي.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود د خپلې وینا په یوې بلې برخې کې دې ته په اشارې سره چې ښونه و روزنه د اهمیّت او اغیزشیندنې له پلوه له بلې هیڅ یوې ادارې او اورګان سره د پرتلې وړ نه ده ووئیل، دځوانانو او زلمیانو دن سل هویّت جوړول، په دوي کې د امید او شوق رامینځةکول ، دوامدار بدلون ته ئې مخه کول، د مادي او غیر مادي توانمنیو رابرسیره کول د معلمانو دندې دي او ، د معلم او استاد دتربیّت د مرکزونو پیاوړي کول او د استاذانو په ټولنې کې بیلګه جوړونې او د روزنې د مرستیالۍ پیاوړتیا د ښودنې او روزنې د برخې ترټولو مهمې دندې دي.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز په امریکا او نورو هیوادونو کې د فلسطین له ملت څخه عمومی ملاتړ په تیره بیا په پوهنتونونو کې د مظاهرو پراختیا د نړۍ په عمومی افکارو کې د غزې د موضوع د لومړیتوب نښه وبلله او ټينګار ئې وکړ،د وحشي صهیونیسټي رژيم جنایتونه او له دوي سره د امریکا ملګرتیا د نیواکګر رژيم په نفی کولو او په امریکا په بدبینۍ کې د ایران د ملت او اسلامی نظام ددریځونو حقانیّت اثبات کړ او ټول دې پوهه شي،د فلسطین د مسئلې د حل لپاره خپلو اصلي خاوندانو مسلمانانو ،مسیحیانو او یهودیانو ته ددغه ټاټوبي له بیرته ورکولو پرته بل هیڅ حل لاره نشته او له صهیونیسټي رژيم د اړیکو عادي کول به هیڅ مشکل حل نه کړي.
د اسلامي انقلاب معظم لارښود همداراز وفرمائيل؛زلمیان او ځوانان باید د اسلامی نظام دسیاستونو او چلند په منطق او عقلانیّت خبر اوپوهه دې شی مړه دې امریکا او مړ دې وي اسرائيل د شعارونو ترشاڅه منطق نغښتی دی او ایران ولې له ځینو هیودونو او حکومتونو سره داړیکو رامینځةکولو ته حاضر نه دی. دا ټول باید استاذ د خپل عقل او زیار په اساس زلمیانو او ځوانانو ته په ښه انداز سره وښئ او دوي پوهه کړي،کله دغه منطق او عقلانیّت ځواناو ته وروښودل شي ، نو بیا د ایران او اسلامی نظام دښمنان هیڅ غلطي نشی کولی او د ایران ځوانان به هیڅکله هم له خپلې اصلي او اصولي لارې ونه غړوي. دوی همداراز د امید رامینځةکول د معلمانو یوه بله دنده وبلله او زیاته ئې کړه، امید د هیواد د راتلونکي تضمین کونکی دی او که څوک د ځوانانو او زلمیانو په زدونو او روح کې امید رابرسیره کړي ، نو په حقیقت ې ئې د هیواد دراتلونکي جوړولو سره مرسته کړې ده او همدا علت دی چې بیا بیا په امید لرلو او رابرسیره کولو ټينګار کوم. او هغه کسان چې له اسلامی نظام او یا حکومت او یا نور شخصیّتونو سره د ځِل او مخالفت په وجه ځوانان ناامید کوي په حقیقت کې د هیواد راتلونکي ته تاوان رسوي،اجتماعي فعالیتونو ته دزده کونکو هڅول، او همداراز زده کونکو ته د مهارت ورزده کول ، د معلمانو خوره مهمې دندې دي.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود همداراز د اسرائيلو په جنایتونو د اعتراض کونکو محصیلینو له تاؤتریخوالي او تخریب برته اعتراض په وړاندې د امریکا او له هغوي سره داړونده ادارو ځيږ او وحشي ډوله چلند ، د امریکا په حکومت په بدبینۍ کې د ایران د ا سلامی جمهوریت د دریځ په اثبات یو بل دلیل وباله او وې وئيل، دغې موضوع ټولو ته وښودله چې امریکا د غزې د خلکو دعامې وژنې په نه بخښونکي ګناه کې د صهیونیسټانو ملګرې او د جرم شریکه ده او د دوی په ظاهره ځیني زړه سوانده خبرې هم دروغ دي. پر دې اساس ، د ایران د اسلامی جمهوریت دریځ چې د امریکا په حکومت باؤر او اعتماد نشي کیدلی او ورته خوشبینه کیدل هم چټي دي ، اثبات شو.